وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د متحده ایالات امریکا او ایران استازي په اسلام‌اباد کي مذاکرات پيلوي؛ خو ويل کېږي، چي واشنګټن سیمي ته د خپلو پوځیانو د لېږلو لړۍ چټکه کوي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخي، امریکا د مذاکراتو له پلان سره سره، منځني ختیځ ته د ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پوري د نوو پوځیانو د استولو پرېکړه کړې ده.
راپور زیاتوي چي په وروستیو ورځو کي امریکا سیمي ته نوي جنګي الوتکي هم استولي او د نوو سرتېرو د لېږلو له پاره هم کار کوي.

له بلې خوا، د امریکا د سمندري ځواکونو یوه چارواکي ویلي چي زرګونه سمندري ځواکونه هم سیمي ته د استولو په حال کي دي.
بايد وويل سي، چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو له پاره د خبرو هڅي رواني دي، خو هممهاله پوځي تحرکات د وضعیت د حساس پاتې کېدو ښکارندويي کوي.