ولسي خلګ ؛ د طالبانو په شریعت کي د ږیري خریل غریبانو ته حرام خو شتمنو ته حلال دي

ولسي خلګو پر ټولنیزو رسنیو اواز پورته کړی چي ط.البان د ږيري د خریلو په خاطر غریبان وهي او ټکوي خو شتمن بیا د خریلي ږیري سربېره په غیږ کي نیسي او میلمستیاوي ورته کوي .

دا غبرګونونه وروسته له هغه شروع سول چي د کام ایر شرکت ریس زمري کامګار په خریلې ږیره د ط.البانو د بلخ ولایت د والي سره د لیدني او مجلس عکسونه رسنیز سول.
د یادوني وړ ده ، چي د نورو ولایتو په پرتله ط.البانو په کندهار کي پر ږیره خریلو سخته پابندي شروع کړې ، او په دا اخرو کي یې یو کندهاری ځوان هم د ږیري پر سر د جنجال په سبب وژلی دی