د ناروې د کډوالو شورا رئیس يان ایګلنډ د دوشنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي، چي تېرو دوکلنو کي د ګاونډیو هيوادونو څخه تر دوه ميليونه زيات افغانان بېرته افغانستان ته راغلي، چي دغه افغان کډوال لاسنيوي ته اړتيا لري او بايد هير نه سي او مرستي ورسره جاري وساتل سي.
نوموړی وايي، چي داسي اټکل کېږي، چي د افغان کډوالو راتګ بيرته افغانستان ته به نور هم زیات سي.
ايګلنډ ويلي، چي دغه افغان کډوال افغانستان کي کارموندلو، سرپنا، روغتيايي خدماتو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتيا لري.
هغه وايي، چي د بوديجې د کمښت د امله د ناروې د کډوالو شورا فعاليتونه په جلال اباد ښار کي بند سوي دي.
هغه د نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغانستان خلګ هېر نهکړي.