يو پخوانی افغان پوځي په ايران کي د لوړي ودانۍ څخه لوېدلی او مړ سوی

د ايران څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کاکا جان کوهبندي په نوم د تېر جمهوري نظام د پوځ غړی د ايران په مرکز تهران ښار کي د يوې لوړي ودانۍ څخه لوېدلی او مړ سوی دئ.
د‌سرچينې په خبره چي کاکاجان کوهبندي اصلي د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چي د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ئې ايران ته پناه وړې وه.
په ايران کي د‌ ط..البانو سفارت د دغه افغان پوځ د مړيني اړوند تراوسه پوري څه نه دي ويلي.