«يو ډېر خطرناک کس»: د پيټر هېګسِت په اړه اندېښنې، چي د ايران په جګړه کي له وژنو خوند اخلي

«يو ډېر خطرناک کس»: د پيټر هېګسِت په اړه اندېښنې، چي د ايران په جګړه کي له وژنو خوند اخلي
ډېوېډ سميټ
سرچينه:

ګارډين ورځپاڼه
۴۵ کلن پيټر هېګسِت چي پخوا د فاکس نيوز د تلويزيون وياند و او اوس د امريکا د دفاع وزير دی، دا اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د ايران جګړې يوه مهمه څېره ګرځېدلې ده. هغه په پنتاګون کي خبريالانو ته وويل: «مرګ او وراني به ټوله ورځ له اسمانه اوري.» هغه زياته کړه چي دا جګړه هېڅکله عادلانه نه وه او بايد همداسي وي، ځکه بايد پر دښمن هغه وخت بريد وسي چي کمزوری وي.
منتقدان وايي چي هېګسِت يو خطرناک انسان دی او د امريکا د دفاع وزارت يې د يوې مذهبي او ايډيولوژيکي جګړې پر مرکز بدل کړی دی. د دوی په اند هغه له افراطي مليت‌پالنی او مذهبي فکر سره تړاو لري او له تاوتريخوالي خوند اخلي.

د پخوانيو سرتېرو د يوې ادارې مشره جنېسا ګولډبېک وايي چي هېګسِت يو ډېر خطرناک انسان دی، ځکه هغه افراطي عيسوي مليت‌پال فکر لري، د امريکا د حکومت پوځي وسايلو ته لاسرسی لري او د ټرمپ له خوا اجازه ور کړل سوې ده چي هر ځای او پر هر چا زور وکاروي.
هېګسِت د پرنسټن پوهنتون فارغ دی او د امريکا د پوځ په ملي ګارډ کي يې خدمت کړی دی. هغه په عراق او افغانستان کي هم پوځي ماموريتونه ترسره کړي دي. وروسته هغه د رسنيو له لاري د ټرمپ د سياستونو دفاع کوله.
کله چي ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ ټاکني وګټلې، هېګسِت د دفاع وزير وټاکل سو. په سنا کي د هغه د تاييد پر مهال د سناتورانو تر منځ سخت اختلاف رامنځته سو او رايه مساوي سوه، تر څو د ولسمشر مرستيال وروستۍ رايه ورکړه.

منتقدان وايي چي هغه غواړي د جګړې هغه قوانين له منځه يوسي چي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د کمولو لپاره جوړ سوي دي، او د «سخت او پراخ تاوتريخوالي» ژمنه يې کړې ده.
همدارنګه راپورونه وايي چي د هغه ځيني ټاټوګان او شعارونه د صليبي جګړو له نښو سره تړاو لري. د هغه په يوه شعار کي دا مانا څرګنديږي: «خدای همدا غواړي». هغه په خپل کتاب کي داسي نظريات وړاندي کړي چي د مذهب په نوم تاوتريخوالی توجيه کوي.
يوې پوځي مذهبي ازادۍ ادارې ويلي چي له دوو سوو څخه زيات پوځیانو شکايت کړی چي ځيني قوماندانان د ايران جګړه د مذهبي ژبي په کارولو توجيه کوي.

منتقدان وايي دا ډول فکر کولای سي د امريکا عربي متحدين هم خپه کړي او ايران ته پلمه ورکړي چي جګړه د مذهبي جګړې په توګه وړاندي کړي.
په پای کي يو عيسوي فعال وايي چي داسې ښکاري هېګسِت باور لري چي دا حکومت يوه الهي دنده لري او پوځ بايد د همدې موخو د پلي کولو لپاره وکارول سي.