د ملګروملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق ( يونيسف) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي سږکال په افغانستان کي د خوارځواکۍ زياتي پېښي په بدخشان ولايت کي ثبت سوي دي.
د دغه سازمان په خبره، چي په بدخشان کي سږ کال ۱۶۵ زره کوچنيان او ۹۳ زره اميندواره او شيدي ورکوونکي مېرمني د سختي خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه سازمان ويلي، چي دغه شمېري د بېړنيو روغتيايي خدماتو د ډېريدو او عملي کېدو پر اړتيا ټينګار کوي.
د يونيسف په راپور کي دغه راز ويل سوي، چي په افغانستان کي تر ۲۰ سلنه زیاتي ښځي له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي او نژدې دريمه برخه د ویني د کمښت (انیمیا) لري، چي د ناوړه تغذیې، بېوزلۍ او محدودو روغتیایي خدمتونو څرګنده نتیجه ده.
بايد وويل سي، چي پر افغانستان باندي د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله په مېرمنو او کوچنيانو کي د خوراځواکۍ ګراف نور هم لوړ سوی، روغتيايي متخصيصن وايي که نړۍوالي مرستي ايله نه سي دا حالت نور هم ګواښوونکی کېږي.