يوې افغاني مېرمني د اسلام کلا په سرحد کي زېږون کړی

ایران څخه په زور او جبر د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ خورا په چټکۍ سره روانه ده. یوې افغاني مېرمني د هرات د اسلام کلا په سرحدي نقطه کي د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د بیړني کلینیک په مرسته یوه نجلۍ زیږولې ده.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق بیړني کلینیک پر خپله ایکس پاڼه ويلي دي، چي د ايران څخه د ايستل سوې افغانه کډواله چي اميندواره وه د اسلام کلا پر سرحد ئې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په بيړني روغتون کی زېږون کړی.
دا پېښه په داسي حال کي رامنځ ته سوې، چي هره ورځ ګڼ شمېر کډوال، په ځانګړي توګه مېرمني او ماشومان، له ایران څخه په زور ایستل کېږي او له روغتیایي خدمتونو، خوړو او سرپناه پرته افغانستان ته راځي. مرستندویه بنسټونه دا حالت د یوې بحراني ننګوني په توګه یادوي او ټینګار کوي چي امیندواري مېرمني او نور زیانمنونکي ډلي باید د خپلو حقونو او اړتیاوو د خوندیتوب له پاره بیړنۍ مرستي ترلاسه کړي.