يوې امريکايۍ مېرمني د فلسطینیانو له کړاوونو د ليدو له امله اسلام دین قبول کړی

د امریکا متحده ایالاتو یوې ټولنیزي فعالي، کایلا ګوډوین، وروسته له هغه د اسلام دين قبول کړ، چي د فلسطین د خلګو د ژوند د سختیو او هغو ظلمونو څخه ئې ليدنه کړې چي پر دوی ترسره کېږي.
کایلا ګوډوین د فلسطین د خلګو له مظلومیت، کړاوونو او د دوی پر وړاندي د پیل سوو وحشتونو اغېزمنه کړې. هغې ویلي، د فلسطینیانو د زغم، صبر او کلک ایمان په لیدلو ئې زړه ته دا خبره ننوته چي باید د اسلام مبارک دین قبول کړي.
هغې د رسنيو سره د خبرو پرمهال ويلي، چي د خپل نوي دين څخه خوشاله او راضي ده.