ټاکل سوې ده، چي د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلي به د روان میلادي کال د اګست په میاشت کي یو د بل پر وړاندي د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لړۍ ترسره کړي.
دا سیالۍ به د ایرلنډ په کوربتوب ترسره سي او د دواړو لوبډلو ترمنځ به پنځه لوبي وسي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، چي دغه لوبي به د اګست له پنځمي نېټې پیل او د همدې میاشتي تر څوارلسمي پوري به دوام وکړي.