د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران له خوا په قطر کي د امريکا پر پوځي اډې د ايران د بريد په غبرګون کي ويلي دي، چي د امريکا له خوا د ايران د بمبار سوو اټومي تاسیساتو په مقابل کي ايران ډېر کمزوري غبرګون ښودلی.
هغه ويلي چي د ايران څخه ئې چي څومره تمه درلودل ايران د هغې خلاف خورا کمزوی غبرګون ښودلی.
هغه وايي:« ايران په رسمي ډول د خپلو اټومي تاسیساتو د ویجاړولو په اړه په خورا کمزوري غبرګون سره ځواب ورکړ، کوم چي موږ تمه درلوده چي ايران به ډیر په اغیزمن ډول ځواب ورکړي. زه د ایران څخه د مخکي له مخکي خبر ورکولو له پاره مننه کوم.»