ټرمپ: اې ایراني حرامیانو، هرمز تنګی خلاص کړئ

ټرمپ: اې ایراني حرامیانو، هرمز تنګی خلاص کړئ!
رویټر
په دودیز ډول، د امریکا ولسمشران د اختریزي یکشنبې په ورځ له سپیني ماڼۍ څخه کلیسا ته ځي او د عبادت لپاره د سنت جان کلیسا ته ځي.

خو سږکال، ډونالډ ټرمپ مخکې له دې چي د ویرجینیا ګالف میدان ته ولاړ سي، لومړی د Truth Social په پلتفورم کي ولیکل:
«حرامیانو؛ هرمز تنگی خلاص کړئ، اي لیوني خلکو، که نه، په دوزخ کي به ژوند کوئ—یوازي وګورئ! حمد او شکر د الله لپاره.»
د سهار پر ۸:۰۳ دغسي توندي خبري عیسوي دین پوهان د خطر زنګ بولي.

ځینې ولسمشران په شخصي ډول د فشار په شېبو کي سزا ویلي، خو هېڅ یو یې مخکې د عامه اړیکو په جریان کي دا ډول ژبه نه وه کارولې.
په سیمه کي د عامه افکارو د نفوذ لپاره، دغه لیکني ایران ته یو فرصت ورکړ چي لږترلږه دا پوښتنه وکړي: «لیوني دلته څوک دي؟»
د کلیسا په نظر، د ولسمشر خشنه ژبه یو غیرضروري تېروتنه ګڼل کېږي، ځکه چي هغه مضطرب او اندېښمن ښکاره کوي. له بلې خوا، دا ممکنه ده چي عکس العمل هم رامنځته کړي.

ټرمپ په خپله دوهمه ولسمشرۍ دوره کې څو ځله د دې خشني ژبي کارولې ده، مثلا:
• په اکتوبر کي هغه په تایمز مجله کي د حماس سره د سختو مذاکراتو د ښودلو لپاره وویل: «هغوی موږ ته پنځه نیول سوي راکوي، لس راکوي، دوه راکوي، درې راکوي. ما وویل: ‘بس! ټول اسیران راکړئ.’»
• په یوه خبري کنفرانس کي د زلنسکي په شتون کي د ونزوئلا د ولسمشر مادورو په اړه وویل: «هغه باید ټول څه وړاندي کړي، حتا ځان هم»

• د جون په میاشت کي وروسته له دې چي د ایران اټومي تاسیسات بمبار سول، د سپیني ماڼۍ څخه په وتلو سره وویل: «موږ اساساً دوه هېوادونه لرو چي دومره اوږده او سخته مبارزه یې کړې، خو دوی نه پوهېږي چي نه پوهیږي څه کوي.»
په دې ټولو مواردو کئ، ټرمپ د دې ژبې په کارولو سره خپلې غوښتني ترلاسه کړې—د اسیرانو آزادول، د مادورو نیول، او د ایران او اسرائیل ترمنځ د هغه مرحلې د خصومتونو پای.
خو عیسوي مذهبي مشران وايي چي ایران سره یو تړون ممکن دی چي د اوربند سبب سي.