د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په پاکستان کي مېشت هغه افغان کډوالو چي p1 او P2 د کډوالۍ قضيې لري او امريکا ته د تګ له پاره انتظار دي يو پرانيستی ليک لېږلی او په ليک ئې د ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چي د افغان کډوالو دغه قضيې کتل دي د سر څخه پيل کړي.
هغوی په ليک کي ويلي، چي دوی په پاکستان کي د ډېري اوږدې مودې څخه امريکا ته د تګ په موخه انتظار دي او د امريکا دولت ئې بايد په انتقال کي همکاري وکړي.
هغوی په پاکستان کي د افغان کډوالو نازک وضعیت ته په اشارې ټینګار کړی او په خبره ئې، چي دوی د سختي بې وزلۍ، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي او د تعلیمي فرصتونو نستوالي سره مخ دي.
دغه افغان کډوالو په پرانيسي ليک کي لیکلي: « زموږ څخه ډېر کسان په افغانستان کي د امریکا د نظامي او ملکي هڅو تر څنګ ولاړ وو او د ازادۍ او سولي ګډو ارزښتونو ته ژمن پاته سوي وو. نن ورځ موږ د امریکا څخه د مرستي او شفقت تمه لرو، هغه هيواد چي له اوږدې مودې راهیسي د زیان منونکو له پاره پناه ځای دئ.»