د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که اړتیا پېښه سي، دی کولای سي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ روانه شخړه په ډېر لږ وخت کي حل کړي.
ټرمپ دا خبرې په سپینه ماڼۍ کي د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره د لیدني پر مهال کړي دي.
نوموړي ویلي، هغه د افغانستان له اوسني وضعیت څخه بشپړ خبر لري او دا مسله ئې «ډېره ساده» بللې ده.
د ټرمپ په وینا: «زه له دې جګړې ښه خبر یم، دا ډېره پېچلې نه ده. ما مخکي له دې اته جګړې درولي دي او د میلیونونو انسانانو ژوند مي ژغورلی دئ.»
ټرمپ دا څرګندوني په داسي وخت کي کړي، چي د راپورونو له مخي د دواړو خواوو ترمنځ د پولي په اوږدو کي نښتي زیاتي سوي او سیمهییز خلګ د ناامنۍ له پراخېدو اندېښنه لري.