ټرمپ د پوتين سره د خبرو پرمهال د ايران او اسرائیلو د جګړې پر درېدو ټينګار کړی

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ئې ټليفوني خبري کړي او پر مهال ئې هوکړه کړې، چي د اسرائیلو او ایران ترمنځ روانه جګړه باید ودرول سي. ټرمپ زیاته کړه، چي دواړو مشرانو د دې جګړې د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کړی، ځکه چي دا کړکېچ نه یوازي سیمه، بلکي ټوله نړۍ له جدي ګواښونو سره مخ کولای سي.
دا خبري پر داسی مهال ترسره کېږي، چي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي وو، چي اسرائیل د امریکا له ملاتړ څخه برخمن دي. هغه د ټرمپ د زیږیدني په ورځ د خبرو پر مهال ایران د دواړو هیوادونو ګډ دښمن بللی وو.