د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چي په غزه کي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند خبري نژدې سوي دي او په خبره ئې چي ډېر احتمال لري، چي په يوه اونۍ کي تر سره سي.
د رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ په يوه خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي د ایران تر بريد وروسته په غزه کي د اوربند له پاره لیوالتیا او هيلي زياتي سوي دي. ټرمپ وايي:((موږ فکر کوو چي په راتلونکي اوونۍ کي به په غزه کي اوربند اعلان سي.))
په ورته وخت کي بيا حماس ډلي اعلان کړی، چي د اوربند له پاره چمتو دي او که اړتيا وه ټول نيول سوي بنديان به د اوربند د قايمولو له پاره ازاد کړي. د راپورونو له مخي، په غزه باندي د اسرائیلو تر برید وروسته له پنځه زره څخه زیات فلسطینیان وژل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي وړاندي د اسرائیلو پوځ په غزه کي خلګ، په ځانګړې توګه هغه کسان چي د بشري مرستو د ترلاسه کولو له پاره په کتارونو کي انتظار وه په نښه کړي او ويشتلي وه.