تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) د شنبې په ورځ يوه ويډيو خپره کړي، چي ادعا ئې کړې، چي د پاکستان د جنوبي پنجاب په سيمه کښي د پاکستاني پوځ يو غړی ژوندی نيولی دئ.
هغوی وايي چي دغه پاکستانی پوځي ناصر اقبال نومېږي، چي د عملياتو پر مهال ئې نيولی دئ.
هېره دي نه وي، چي د پاکستان پوځ د ياد پوځي د نيول کېدو اړوند تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.