تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي دغي ډلي د سې شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په کوټ تنګي سيمه کي د عملياتو پر مهال د غلام شبير په نوم يو پاکستانی ايف سي ژوندي نيولی دئ.
بايد وويل سي، چي په همدې ورځ يادي ډلي يوازي د جون په مياشت کي د ۳۰۷ عملياتو خبر هم ورکړی وو، چي پر مهال ئې د لسګونو پاکستاني عسکرو د وژلو ادعا هم کړې وه.