تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي)د سې شنبې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي دغي ډلي يوازي د جون په مياشت کي د پاکستان په بېلابېلو سيمو کي ۳۰۷ بېلابېل بريدونه تر سره کړي، چي پر مهال ئې د پاکستاني دولت ۲۲۰ کارکوونکي وژلي او ۳۲۰ تنه نور ئې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۲ بريدونه په چترال، ۵۵ په شمالي وزيرستان او ۵۳ بريدونه ئې په جنوبي وزيرستان کي تر سره کړي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي پاته بريدونه ئې په خیبر، کرمه، باجوړ، بنو، لکي مروت، ټانک، اورکزي، پېښور، سوات، ژوب او کراچي کي ترسره کړي دي.
بايد وويل سي، چي د تحريک ط..البان پاکستان( ټي ټي پي) د دغي ادعا اړوند تر اوسه پوري د پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ويلي.