پاکستان: اسلام اباد هېڅ وخت د ترهګرو سره خبري نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند طاهر حسين اندرابي ويلي چي له هېڅ ترهګریزي ډلي، په ځانګړي ډول د تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوچستان د آزادۍ پوځ سره د خبرو نیت نه لري.
د هغه په خبره چي افغان ط..البانو سره د کړکېچ د کمولو له پاره همېشه خبرو ته چمتو دي؛ خو له ترهګرو ډلو سره خبري د اسلام‌آباد په اجنډا کي ځای نه لري.
هغه ویلي چي د ط..البانو له واکمنېدو وروسته پر پاکستان بریدونه زیات سوي او د درنو تلفاتو سره سره پاکستان هڅه کړې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د نوموړي په خبره، د پاکستان، ط..البانو او منځګړو هیوادونو درې اړخیزې خبري د نومبر په اوومه په استانبول کي پای ته رسېدلي.
پاکستان تمه درلودل چي افغان ط..البان به د TTP فعالیتونه محدود کړي، خو چارواکي وايي تر اوسه یوازي تشي ژمني سوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چي TTP او BLA د دغه هیواد دښمنان دي او هر هغه لوری چي ملاتړ ئې کوي د پاکستان د خلګو دوست نه ګڼل کېږي.
اندرابي ويلي، چي ط..البان د دغو جنګیالیو حضور په افغانستان کي د انساني موضوع په نوم توجیه کوي، خو دا ادعا ناسمه ده.