پاکستان تېره ورځ د اسناد لرونکو افغان کډوالو په ګډون تر ۴ زره زيات افغان کډوال ايستلي

پاکستاني رسنيو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي د پاکستان دولت د پنج شنبې په ورځ د خپلي خاوري څخه ۴۱۰۸ افغان کډوال ايستلي او افغانستان ته ئې رالېږلي دي.
په راپور کی ويل سوي، چي په دغه افغان کډوالو کي ۳۶۸ اې سي سي کارټ لرونکي او ۲۷۹۸ د پي او ار کارټ لرونکي شامل دي.
د پاکستاني رسنيو په حواله چي دغه افغان کډوال د تورخم، سپين بولدک او بهرامچې د لاري افغانستان ته ستانه سوي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبري د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.