پاکستان: د افغان کډوالو د ايستلو ضرب‌الاجل ځنډولی

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت حکومت اعلان کړی، چي د دغه ايالت څخه د محرم په موده کي د افغان کډوالو د ايستلو ضرب‌الاجل ئې د امنيتي او مذهبي مسئلو له امله په موقتي ډول ځنډولی دئ.
د‌غه ايالت چارواکي وايي، چي د محرم تر اولو لسو ورځو وروسته به‌‌ د افغان کډوالو د ایستلو عملیات بېرته په چټکۍ سره د سر څخه پيل کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ايران او پاکستان څخه هره ورځ په زرګونه افغان کډوال په زور او جبر ايستل کېږي او افغانستان ته راځي. افغانستان ته د افغان کډوالو راتګ نړۍوال بشري سازمانونه اندېښمن کړي او په خبره ئې چي افغانستان په اوسنيو شرايطو کي د دومره زيات افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو توان نه لري.