پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته له دواړو هیوادونو غوښتي چي له زغم څخه کار واخلي

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته له دواړو هیوادونو غوښتي چي له زغم څخه کار واخلي او خپلي شخړي دي د خبرو او ډیپلوماسۍ له لاري حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزات څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سیمي د تاوتریخوالي زیاتوالی د هېچا په ګټه نه دئ او د سولي او ثبات د ټینګښت له پاره باید له هغو اقداماتو ډډه وسي چي کړکېچ لا پسي زیاتوي.
پاکستان دا غوښتنه وروسته له هغه کړې، چي د امریکا او ایران ترمنځ پوځي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی سوی او دواړو لورو د متقابلو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړي.