پاکستان د مازل ګلۍ لار د ناروغانو له پاره خلاصه نه کړه، سلګونه افغان ناروغان انتظار پاته دي

د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د سوې هوکړي له مخي، ټاکل سوې وه، چي نن د جمعې په ورځ تر غرمې مخکي به پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډيورنډ پر فرضي کرښي د مازل ګلۍ لار د هغو ناروغانو پر مخ خلاصه سي، چي له ډېري مودې راهیسي بند پاته دي، خو پاکستاني لوري خپله ژمنه پوره نه کړه او دغه لار ئې د افغان ناروغانو پر مخ خلاصه نه کړل.
عیني شاهدانو څراغ تلوېزيون ته ویلي چي په سلګونه ناروغان، ښځي، ماشومان او سپین‌ږیري کسانو د سختي ګرمۍ سره سره ساعتونه انتظار وکړ، خو د پاکستان حکومت اجازه ور نه‌کړل، چي له دغي لاري څخه تېر سي.
د دغه ناروغانو کورنۍ د ط..البانو څڅه غوښتنه کوي، چي د پاکستان د دولت سره دي دغې لاري د خلاصېدو پر سر بحث وکړي او افغان ناروغانو ته دي موقع برابره کړي، چي د دغې لاري څخه خپل ناروغان پاکستان ته انتقال کړي .