پاکستان د ملګرو ملتونو په غونډه کي ط..البان د بشري حقونو په نقض او تروریزم په ملاتړ تورن کړل

جنیوا، ۱۶ جون ۲۰۲۵ – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په نهه پنځوسمه غونډه (۱۶ جون – ۱۱ جولای ۲۰۲۵) کي د پاکستان استازي ط..البان د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو پر وړاندي د بشري حقونو په نقض او په افغانستان کي د تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړل. هغه وویل، د ط..البانو دغه کړنو پاکستان ته هم سخت زیان رسولی دی. د پاکستان استازي پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي پر ط..البانو فشار واچوي ترڅو د بشري حقونو سرغړوني او د تروریستانو ملاتړ ودروي او د قطر تړون ته ژمن پاته سي. دغه غونډه د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د راپور پر بحث تمرکز لري، چې د ط..البانو تر واک لاندي د ښځو او نجونو پر وړاندي د تبعیض او سرغړونو جدي موارد په ګوته کوي.