پاکستان: د پاکستان او افغانستان ټولي لاري به تر نامعلومه وخته د امنیتي اندېښنو له امله تړلي وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، اعلان کړی، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولي لاري به د امنیتي اندېښنو له امله تر نامعلومي مودي پوري تړلي وي.
نوموړي دغه څرګندوني په اسلام‌آباد کي یوې خبري غونډي ته کړي.
اندرابي ويلي، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د وروستیو امنیتي ستونزو له امله، د ډيورنډ فرضي کرښي پر سر د سختو کنټرولي اقداماتو اړتیا پیدا سوې ده.
هغه ټینګار وکړ چي د پاکستان د خلګو ژوند د تجارت او توکو له انتقال څخه ارزښت لري او له همدې امله دا پرېکړه سوې چي د افغانستان سره دغه لاري وتړل سي.