د المان ټاکس ورځپاني په خپل نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د پاکستان دولت د خپلي خاوري څخه ۴۰ تنه هغه افغانان شړلي، چي په اسلام اباد کي د المان تګ ته انتظار وو.
دغه افغانان د المان د افغانانو د منلو په پروګرام کي منل سوي وو او د المان د دولت څخه ئې د منل کېدو ايميلونه تر لاسه کړي وو، چي د پاکستان حکومت نيولي او بېرته ئې افغانستان ته شړلي دي.
د المان رسنۍ ټاکس ويلي، چي دغه افغانان د المان الوتني ته په تمه وو؛ خو د پاکستان حکومت شړلي دي.
بايد وويل سي، چي په پاکستان کي شاوخوا دوه زره افغانان چي د المان د دولت له خوا ئې د منلو لیکونه تر لاسه کړي دغه هيواد ته د تګ له پاره انتظار دي؛ خو په دې وروستيو کي په پاکستان کي د دغو افغانانو وضعيت هم خراب سوی او د پاکستان پوليس ئې په يو او بل نوم نيسي افغانستان ته ئې شړي.