نيويارک ټايمز:
پاکستان د روان کال په پسرلي کي له څو مشهورو واشنګټني لابيګر شرکتونو سره د لوړي بيې يو لړ تړونونه وکړل، يوازي څو اوونۍ مخکي له دې چې سپينماڼۍ د هغو نویو پاليسيو اعلان وکړ چې له مخې يې پاکستان ته د نړۍ د تر ټولو د پام وړ ګمرکي امتيازونو څخه يو ورکړل سو او د خپل اوږدمهال سيال، هند، پر وړاندې يې برتري وموندله.
دغه پاليسي بدلون د پاکستان او د ټرمپ د ادارې تر منځ د پخوا خرابو اړيکو يو څرګند بدل و، چي ډېری څېړونکي يې د اسلاماباد د ځېرکي ډيپلوماسۍ پايله بولي. پاکستان اولسمشر ټرمپ ته هغه ډول ستايني، امتيازونه او په لوړي کچي تجارتي وړانديزونه وکړل، چي هغه ورته لېوال دی.
خو دا د ميليونونو ډالرو لابي تړونونه، چي د ټيټ ګمرک او د ټرمپ ته د مستقيم لاسرسي وعدې پکي سوي وې، دا هم څرګندوي چي د پاکستان د ښه سويو اړيکو تر شا يوازې ډيپلوماسي نه وه، بلکي يوه محاسبه سوې هڅه هم روانه وه چي د ولسمشر پر پرېکړو اغېز وکړي، دا هڅه حتی د هغه نژدې ياران هم پکښي ګمارل سوي وو.
په اپريل او مې مياشتو کي کله چې پاکستان د واشنګټن د چارواکو د راضي کولو هڅي زياتي کړې، د امريکا د عدليې وزارت ته د سپارل سويو اسنادو له مخه پاکستان د هند په پرتله درې برابره زياتې پيسې پر لابي کولو ولګولې. اسلاماباد په چټکۍ سره څو کسان وګمارل، چي پکښي د ټرمپ پخواني تجارتي شریکان او حتا د هغه پخوانی محافظ هم شامل وو. له دې سره د امريکا او پاکستان اړيکي ګرمي سوې، خو د هند اړيکي ورو ورو سړې سوې.
د هند او پاکستان پر وروستيو بیلابیلو لارو د تللو ګڼ عوامل کېدای سي موجود وي. يو مهم عامل دا و چي پاکستان ومنله چي د می په میاشت کي د هند سره د خپلي پوځي شخړې پای ته رسولو کریډیټ اولسمشر ټرمپ ته ورکړي او حتی هغه د نوبل سولې جایزې ته نوماند کړي. د هند صدراعظم نريندرا مودي دواړه کارونه رد کړل، او ويل يې چي په اوربند کي د امريکا لاس نسته. په همدې وخت کي اسلاماباد په ډېره خوښۍ هغه څه وړاندي کړل چي وروسته د ۵۰۰ ميليونه ډالرو د معدني استخراج تړون تر جوړ سو، او د امريکايي کرنيزو توکو لپاره يې خپل منډۍ پرانېستلې.
خو د پېښو مهالوېش او پر پاکستان د امريکا تود چلند د همدې لابینګ د هڅو سره همږغي ښکاري.
د دې کال د پسرلي په څو ګډوډو اونيو کي چي د ټرمپ اداره ټولي نړۍ ته تعرفې پورته کولې او پاکستان له هند سره د جګړې په درشل ولاړ و، اسلاماباد په واشنګټن کي له شپږو شرکتونو سره نږدې پنځه ميليونه ډالر د ريتينر فيسونو تړونونه لاسليک کړل.
په دغو شرکتونو کي يو د Seiden Law LLP و، چي Javelin Advisors ته يې سبکانټري ورکړه. جاولن د حکومت–عامه اړيکو يوه کمپنۍ ده، چي بنسټ ايښودونکي يې جورج سوریال د ټرمپ د سازمان پخوانی لوړپوړی چارواکی او کيت شيلر، د ټرمپ پخوانی باډيګارډ او په لومړۍ ادارې کي د Oval Office عملياتي رئيس، دي.
د اپريل په ۸ نېټه هغه يو ميليوني قرارداد چي د پاکستان او سایدن لا تر منځ لاسليک سو، ژمنه يې کړې وه چي «په سپينه ماڼۍ کې د پاکستاني امريکايي لوړپوړو مشرانو د ليدنو لپاره به ټاکلي شمېره غونډې تنظيموي.»
د جاولن سره بل تړون د اپريل په ۲۴ نېټه لاسليک سو يعني يوازې دوې ورځي وروسته له هغه چي د هند تر ولکې لاندي کشمير کي وسلهوالو ۲۶ کسان د يو تروريستي بريد په ترڅ کي ووژل، او هند او پاکستان د جګړې په لوري روان سول.
يوازي څو اونۍ وروسته له دې تړونونو، سيد عاصم منير د پاکستان د ځواکمن پوځ تر ټولو لوړ پوړی مشر؛ واشنګټن ته ورسيد او هلته يې د جاولن د کمپنۍ له مشرانو سره وکتل.
خو په هماغه وخت کې چې پاکستان خپله تبليغاتي هلې ځلې چټکولې، د ټرمپ اداره د بهرنيو لابيګرو په محدوديتونو نرمښت راوست.
ښايي هند هم په پسرلي کي نوي لابيګر وګماري، او په دوبي کي نور هم خپل اقدامات چټک کړي، ځکه چي په واشنګټن کي د پاکستان له لګښتونو شاته پاتې کېږي.
پاکستان د روان کال په پسرلي کي له څو مشهورو واشنګټني لابيګر شرکتونو سره د لوړي بيې يو لړ تړونونه وکړل، يوازي څو اوونۍ مخکي له دې چې سپينماڼۍ د هغو نویو پاليسيو اعلان وکړ چې له مخې يې پاکستان ته د نړۍ د تر ټولو د پام وړ ګمرکي امتيازونو څخه يو ورکړل سو او د خپل اوږدمهال سيال، هند، پر وړاندې يې برتري وموندله.
دغه پاليسي بدلون د پاکستان او د ټرمپ د ادارې تر منځ د پخوا خرابو اړيکو يو څرګند بدلاېدل و، چې ډېری څېړونکي يې د اسلاماباد د زېرک ډيپلوماسۍ پايله بولي. پاکستان ولسمشر ټرمپ ته هغه ډول ستاينې، امتيازونه او لوړې کچې تجارتي وړانديزونه وکړل، چې هغه ورته لېوال دی.
خو دا د ميليونونو ډالرو لابي تړونونه، چې د ټيټ ګمرک او د ټرمپ ته د مستقيم لاسرسي وعدې پکي شوې وې، دا هم څرګندوي چې د پاکستان د ښه سويو اړيکو تر شا يوازې ډيپلوماسي نه وه، بلکي يوه محاسبه شوې هڅه هم روانه وه چې د ولسمشر پر پرېکړو اغېز وکړي — دا هڅه حتی د هغه نژدې ياران هم پکي ګمارل شوي وو.
په اپريل او مې مياشتو کي کله چې پاکستان د واشنګټن د چارواکو د راضي کولو هڅې زياتې کړې، د امريکا د عدليې وزارت ته د سپارل سويو اسنادو له مخې، پاکستان د هند په پرتله درې برابره زياتې پيسې پر لابي کولو ولګولې. اسلاماباد په چټکۍ سره څو کسان وګمارل، چې پکښي د ټرمپ پخواني تجارتي شریکان او حتا د هغه پخوانی محافظ هم شامل وو. له دې سره د امريکا او پاکستان اړيکي ګرمي سوې، خو د هند اړيکي ورو ورو سړې سوې.