پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چي د دغه هیواد د هوايي ځواک یو افسر په اسلام‌اباد کي د وسله‌وال برید له امله وژل سوی

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چي د دغه هیواد د هوايي ځواک یو افسر په اسلام‌اباد کي د وسله‌وال برید له امله وژل سوی دئ.
د راپورونو له مخي دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د شاهین چوک ته نژدې رامنځته سوې، چي په کښي عاصم طارق د نامعلوم وسله‌وال له لوري ويشتل سوی او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی دئ.
تر پېښي وروسته وسله وال کسان د سيمي څخه تښتېدلي دي.

په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو ويلي، چي د پېښي په اړه ئې پلټنی پيل کړي دي.