د پاکستان رسنيو د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړئ، چي نامعلومو وسلوالو د پاکستان د جمعيت علمای اسلام پخوانی مشر امير حبیب الله ويشتلی او وژلی دئ.
د يادو رسنيو د راپور د مخي چي دغه وسلوالو په امير حبیب الله باندي د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د دېر ولسوالۍ په باروال سيمه کي پر داسي مهال بريد کړی، چي د هغه سره خپل کورنۍ هم ورسره وه، چي پرمهال ئې د دغه ګوند پخوانی مشرحبیب الله وژلی سوی او ميرمن ئې ټپي سوې ده.
د هغه ميرمن د يادي سيمي روغتيايي مرکز ته د درملني په موخه انتقال سوې، چي پاکستاني پوليسو ئې روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دئ.