پاکستانۍ ښځي د دوهم واده له پاره خپل اته کلن کوچنی زوی وژلی

د پاکستان جيو نيوز خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د پنجاب ايالت د بهاوالدين منډيي په سيمه کښي يوې مور خپل اته کلن زوی ځکه وژلی، چي يو کس ورسره د واده کولو ژمنه کړې وه.
جيو نيوز دغه راز زياتوي، چي دغه کس له يادي ښځي څخه غوښتي وه، چي هغه وخت به واده ورسره کوي، چي خپل زوی مړ کړي.
ښځي په همدې موخه خپل زوی وژلی او دوه ورځي وروسته د دغه کوچني جسد په يوه کرونده کښي پيدا سوی.
د پاکستان پوليس وايي چي ښځي په خپل جرم اعتراف کړی او اوس تر څېړنو لاندي ده.