د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د زرګونو افغان اتباعو د موقتي خوندیتوب د پروګرام د لغوه کېدو په غبرګون کي، د پناه غوښتونکو د حقوقو دوو مدافعو بنسټونو له امریکايي پخوانیو سرتېرو غوښتي، چي د مهاجرت محکمو په غونډو کي د ګډون له لاري د خپلو پخوانیو افغان متحدینو ملاتړ وکړي.
دا نوی پروګرام چي «جنګي ملګري» نومېږي، د افغان ایوک او د عراق او افغانستان د جنګ پخوانیو سرتېرو بنسټونو له خوا پیل سوی او د چهارشنبې په ورځ ئې په رسمي توګه اعلان کړی.
د دې پروګرام موخه د هغو افغانانو ملاتړ دئ چي د ۲۰ کلني جګړې پر مهال ئې د امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د متحده ایالاتو څخه د ایستلو له خطر سره مخ دي.