پخوانی د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزير له زندانه خوشي سو

پخوانی د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزير له زندانه خوشي سو
پخوانی د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ایم مخکښ علي وزیر د سند د سکر له زندانه خوشي سوی دی. نوموړی وروسته له هغه خوشي سو چي محکمې په ټولو قضيو کي ورته ضمانت ورکړ.
علي وزير د ۲۰۲۴ کال د اګست په مياشت کي نيول سوی و او د بېلابېلو قضيو او د ۳ ايم پي او (MPO) امرونو له مخه د اوږدې مودې لپاره په پنجاب، سند، اسلام اباد او بلوچستان کي په زندانونو کي ساتل سوی و.

«MPO» د Maintenance of Public Order لنډيز دی، چي معنا يې د عامه نظم د ساتلو قانون ده. د دې قانون له مخې حکومتي چارواکي کولای سي يو څوک د محکمې له پرېکړې پرته د لنډي مودې لپاره بندي کړي، که دوی باور ولري چي د هغه کس فعاليتونه ښايي د امنيت يا عامه نظم لپاره ستونزه جوړه کړي.
اکثره دا بند له ۳۰ تر ۹۰ ورځو پوري وي، خو ځيني وختونه يې موده بيا بيا غځول کېږي.
د علي وزير د نيولو مهمې پېښې

1. اپرېل ۲۰۱۸
د پښتون ژغورني غورځنګ د لاهور د غونډي څخه مخکي پوليسو علي وزير له څو نورو فعالانو سره ونيولو، خو د خلکو د اعتراض وروسته ژر خوشی سو. 
2. نومبر ۲۰۱۸

هغه د پېښور هوايي ډګر کي له سفر څخه کښته کړای سو او څو ورځي د پلټنو لپاره وساتل شو. 
3. می ۲۰۱۹ – د خر قمر پېښه
د شمالي وزيرستان د خر قمر پېښي وروسته پوځ هغه ونيولو. شاوخوا څلور مياشتي بندي و او بيا په ضمانت خوشی سو.

4. ډسمبر ۲۰۲۰
په پېښور کي ونيول سو او بيا کراچۍ ته ولېږدول سو، د دولت پر ضد د ويناوو او نورو تورونو له امله له دوو کلونو زيات (نږدې ۲۶ مياشتي) په زندان کي پاته سو.
5. فبروري ۲۰۲۳ وروسته بيا نيول کېدل

له خوشي کېدو وروسته هم په بېلابېلو قضيو کي څو ځله لنډ مهاله نيول سوی. 
6. اګست ۲۰۲۴
بيا په اسلام اباد کي ونيول سو او د ترهګرۍ د تورونو او د MPO (د عامه نظم د ساتني قانون) لاندي اوږده موده بندي وساتل سو.

علي وزير د هغو سياستوالو له ډلي څخه دی چي د پاکستان په پښتني سيمو کي د جګړو، بې درکه کسانو او پوځي عملياتو پر ضد يې ږغ پورته کړی دی. د هغه او د نورو فعالانو په وينا، په پاکستان کي پښتني سيمي له کلونو راهيسي د جګړو او پوځي تګلارو له سختو اغېزو سره مخ دي، او ډېری خلک د بشري حقونو د سرغړونو شکايت کوي. د همدې دريځونو له امله علي وزير او د هغه ملګري څو ځله له فشارونو او بند سره مخ سوي دي.
د نوموړي نننۍ خوشي کېدل د هغه د پلويانو له خوا د يو مهم ګام په توګه ستايل کېږي، او هغوی هيله لري چي هغه به بيا د سياسي فعاليتونو او د پښتنو د حقونو د غوښتنې مبارزه ته دوام ورکړي.
ډاکټر رضا مومند