د ايران او اسرائیلو د روان کړکېچ په جريان کي پر ايران د اسرائیلو په بريد کي يو اتلس کلن افغان ځوان وژل سوی او درې نور ټپيان سوي.
د ياد وژل سوي افغان پلار وايي چي هغه شپږ مياشتي مخکي د بېکارۍ له امله د خپل هيواد څخه د کار پيدا کولو په موخه ايران ته تللی وو، چي هلته د سې شنبې په ورځ د اسرائیلو په بريد کي وژل سوی وو.
بايد وويل سي چي دغه وژل سوی ۱۸ کلن افغان ځوان اصلي د غور د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی وو.