د ارزګان څخه د څراغ تلوېزيون محلي خبريال خبر ورکوي، چي د جمعې په ورځ د دغه ولايت په چهارچینو ولسوالۍ کي پلار خپله لور وژلې ده.
د معلوماتو له مخي چي دغه پلار خپله لور د يو بل کس سره د نامشروع اړيکو په تور وژلې ده.
د ط..البانو امنيتي کسانو هم ياده پېښه منلې او د څېړنو خبر ئې ورکړی دئ.
بايد وويل سي چي تېره ورځ هم د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کي يو کس نامعلومو کسانو وژلی وو.