په اسرائیلو کي د امریکا سفیر، مایک هاکبي، ویلي چي ایران او د هغه متحدي ډلي هڅه کوي امریکا او اسرائیل پراخي جګړې ته واچوي.
هاکبي دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي اسرائیل به د ایران د توغندیز برید په جواب کي له زغم او احتیاط څخه کار اخیستو ته وهڅوي.
د نوموړي په وینا، ایران د دوشنبې په سهار پر اسرائیلو توغندي توغولي؛ خو دغه توغندي د اسرائیلو دفاعي سیستمونو شنډي کړي دي.
هاکبي په اېکس ټولنیزه شبکه کي لیکلي، چي ایران او د هغه نیابتي ځواکونه د امریکا او اسرائیلو پر ضد د تاوتریخوالي د پراخولو هڅه کوي.