د پاکستان پوليسو ويلي، چي د سې شنبې په ورځ غرمه مهال د پاکستان په مرکز اسلام اباد کي د جي ۱۱ په سيمه کي د ځان.مرګي بريد له امله ۱۲ کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوليسو په وينا چي ځان.مرګي بريدګر پر موټر سيکل سپور و ،د پوليسو موټر ته ئې نژدې چاودنه کړې، چي له امله ئې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده.
د پاکستان پوليسو ويلي، چي د يادي پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي په اسلام اباد کي د يادي پېښي مسئوليت تراوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخيستی.