په افغانستان کي د ط..البانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره سول، خو افغانستان لا هم له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو

په افغانستان کي د ط..البانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره سول، خو افغانستان لا هم له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، د ښځو د حقونو محدودیتونو، سیاسي انزوا او د زده‌کړو له جدي ننګونو سره مخ دئ.
د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته د ډېرو ځوانانو له پاره د کار زمینه محدوده سوې او یو شمېر کسان د اقتصادي ستونزو له امله په قاچاقي لارو د بهرنیو هیوادونو ته پر سختو او د ستونزو ډکو لارو باندي سفر کوي. لوستي ځوانان هم د مناسبو دندو له نشتوالي شکایت کوي.
په سیاسي برخه کي واک تر ډېره د ط..البانو د مشرانو او مذهبي چارواکو په لاس کي متمرکز دئ او د پراخ سیاسي مشارکت له پاره روښانه زمینه نه لیدل کېږي.

د تېر نظام له چارواکو او مخالفو کسانو سره د چلند په اړه هم د شکنجې او ځوروني ادعاوي مطرح سوي دي.
د ښځو او نجونو وضعیت د ط..البانو د واکمنۍ له تر ټولو مهمو لانجو څخه دئ. نجوني له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومي دي او د ښځو پر کار او په عامه ژوند کي د ګډون محدودیتونه لا هم دوام لري.
د افغانستان تعلیمي نظام هم له جدي ستونزو سره مخ دئ. په داسي حال کي چي د عصري زده‌کړي د سقوط سره مخ دي؛ خو د دیني مدرسو فعالیتونه او پراختیا زیاته سوې ده.

په نړۍواله کچه هم د ط..البانو حکومت تر اوسه له پراخ رسمي مشروعیت او رسمیت‌پېژندني برخمن نه دئ. دغه وضعیت د افغانستان پر اقتصادي اړیکو، پانګوني او نړۍوال تعامل اغېز کړی دئ.
د ط..البانو د واکمنۍ پنځه کاله پر داسي مهال بشپړېږي چي حکومت د امنیت ټینګښت خپله مهمه لاسته‌راوړنه بولي، خو منتقدان وايي، یوازي امنیت د یوه هيواد د پرمختګ له پاره بسنه نه کوي او د خلګو د کار، زده‌کړو، سیاسي ګډون او بنسټیزو حقونو ستونزي هم باید حل سي.