په افغانستان کي د لوږي او بېکارۍ کچه ورځ تر بلي لوړېږي، ځوانان شپه او ورځ د چوک پر سره د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو له پاره انتظار وي؛ ترڅو د خپلو اولادونو له پاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي؛ خو د ط..البانو يو شمېر چارواکي په زرګونو ډالرو مهر باندي دريم او څلورم واده کوي.
څراغ تلوېزيون هغه ويډيو تر لاسه کړي، چي يو ط..الب په شل زره امريکايي ډالره مهر باندي بل واده کوي. د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکي وايي، چي ولس د خپلو اولادونو له پاره د شپې پر ډوډۍ قدرت نه لري، خو يو شمېر چارواکي د دريم او څلورم واده له پاره په لسهاوو زره امريکايي ډالرو لګښت کوي. د هغوی په وينا چي نور بايد په افغانستان کي د دا ډول بې عدلتۍ مخنيوی وسي.