په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وايي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه د پاکستان په سرحدي بریدونو کي ۵۱۲ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۲۳۶ نور ټپیان سوي دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګي په خپل تازه راپور کي ویلي، چي د روان کال د جولای له لومړۍ څخه د سپټمبر تر ۳۰مي پوري په دغو بریدونو کي ۱۳ ملکي وګړي وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان سوي دي.
د راپور له مخي، د سپټمبر په ۲۱مه د پاکستان په هوايي برید کي کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه کور کي درې ملکي وګړي، چي یوه ښځه او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ هم په کښي شامله وه وژل سوي.
یوناما زیاته کړې، چي په دغه برید کي څلور نور ملکي وګړي، چي یوه ښځه، دوه نارینه او یو څلور کلن ماشوم په کښي شامل وو ټپیان سوي دي.