د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د افغانستان په ختيځ زون کي د وروستيو زلزلو له امله شاوخوا ۱۱ زره او ۶۰۰ امېندواري مېرمني بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د دغه سازمان په وينا چي د کنړ يو شمېر سيمو ته اوس هم روغتيايي ټيمونه د لاري د خرابۍ له امله نه سي تلای.
د دغه سازمان په راپور کي ويل سوي، چي دوی هڅه کوي، چي په زلزله ځپلو سيمو کي امېندوارو مېرمنو ته روغتيايي خدمات وړاندي کړي او په خبره ئې چي د مېرمنو له پاره روغتيايي خدماتو ورته لومړيتوب لري.