د جمعې په ورځ، د افغانستان د فوتسال غوره لیګ د څلورم پړاو سیالۍ د کابل په ښار کښي په رسمي ډول پيل سوې.
د سیالیو په لومړۍ یا پرانېستونکي لوبه کښي د کابل د «صداقت» او د نیمروز ولایت د «نورزاد» فوتسال لوبډلو یو له بل سره سیالي وکړه.
دغه لومړۍ لوبه د ۴ پر ۲ د نیمروز د «نورزاد» لوبډلي په بریا پای ته ورسېدل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخي، په دې فصل کښي ټولټال ۱۰ لوبډلي برخه اخلي او دا سیالۍ به د لومړي ځل له پاره د تګ-راتګ (روانډ-رابین) په بڼه ترسره سي، یعني هره لوبډله به د نورو ټولو لوبډلو سره دوه ځله مخامخ سي.
دغه سیالۍ به د زمري میاشتي تر ۱۲مي نېټي پوري دوام وکړي او ټولټال به ۹۰ لوبي ترسره سي.