په امريکا کي د افغان کډوالو د ملاتړ ادارې افغان ايواک خبرداری ورکړی

په امريکا کي د افغان کډوالو د ملاتړ ادارې افغان ايواک خبرداری ورکړی، چي له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د انتقال احتمالي پلان ښايي د هغوی ستونزي لا زیاتي کړي او د جبري بېرته ستنېدو خطر هم رامنځ ته کړي.
د یاد بنسټ د معلوماتو له مخي، شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چي سلګونه ماشومان هم په کښي شامل دي، دا مهال د قطر په یوه کمپ کي له نامعلوم برخلیک او سختو شرایطو سره مخ دي.
دوی وایي، د انتقال په بهیر کي ځنډ، د ویزو لغوه کېدل او رواني فشارونه د هغوی اساسي ستونزې دي.

د ياد بنسټ مشرتابه ټینګار کړی، چي کانګو خپله له امنیتي او بشري ننګونو سره لاس او ګرېوان هيواد دئ او د کډوالو د منلو له پاره لازم امکانات نه لري.
هغه دا هم ویلي چي ډېری دغه کسان مخکي امریکا ته د تګ له پاره منل سوي وو، خو سیاسي خنډونه د دوی د انتقال مخه نیولې.
بل لور ته، د امریکا له قانون جوړوونکو غوښتنه سوې، چي په دې موضوع کي روښانه دریځ غوره کړي او د کډوالو د وضعیت د حل له پاره دي جدي اقدام وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي لا هم په درېيمو هیوادونو کي د ګڼو افغان کډوالو راتلونکی نامعلوم پاته دئ.