په امريکا کښي دوه افغانان نامعلومه وسلوالو وژلي دي

څراغ تلوېزيون ته يوې باوري سرچينې ويلي دي، چي په امريکا کښي دوه افغانان د دوشنبې او سه شنبې په ورځ په امريکا کښي د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي په وژل سوو کسان کښي يو کس د رسول جان په نامه دئ، چي اصلي د خوست ولايت اوسېدونکي دئ او د‌ دوشنبې په ورځ د امريکا په کنتاکي ايالت کښي وژل سوی دئ.
سرچينه‌ دغه راز زياتوي، چي دوهم کس زرمين شنواري نومېږي، چي اصلي د ننګرهار ولايت اوسېدونکی‌‌ دئ، چي د امريکا په اوکلاهوما ايالت کښي نامعلومو کسانو وژلی دئ.
د دغو دوو افغانو وګړو د وژلو اصلي لامل تراوسه پوري څرګند‌ نه دئ.
د يادوني وړ ده چي دوې ورځي وړاندي هم د امريکا په تکزاس ايالت کښي د سيلاب په نوم د ټولنيزو رسنيو يو افغان فعال هم نامعلومه وسلوالو وژلی وو.