په امریکا کي د افغانانو د کډوالۍ د ملاتړ د سازمان «افغان اېواک» مشر وان ډايور وايي، چي په قطر کي ۱۱۰۰ افغان متحدين د امريکا په کمپ کي بند پاته دي.
د هغه په خبره چي دغه افغان متحدين امريکا ته د تګ له پاره په ياد کمپ کي انتظار دي.
هغه ويلي، چي پر ايران د اسرائیلو او امريکا تر ګډو بريدونو وروسته په سيمه کي حالت خراب سوی او د يادو افغانانو حالت هم د اندېښنې وړ دئ.
هغه د امريکا څخه غوښتي، چي د دغو افغانانو ستونزه دي ژر تر ژره حل کړي.