د ايران څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد د تهران د شهريار په سيمه کي دوو ايراني وګړو، چي پر موټرسيکل سپاره وو، يو افغان ځوان ئې په چاقو وهلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه افغان کډوال نجیبالله خاکسار نومېدی او د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د عزتخېلو کلي اوسېدونکی وو.
سرچينه زياتوي، چي نجيب الله د کار ځای څخه د کور پر طرف روان وو، چي يادو دوو تنو ورباندي بريد کړی او وژلی ئې دئ.
بايد وويل سي، چي د ايران دولت او په تهران کي د ط..البانو سفارت تراوسه په رسمي ډول باندي د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.