د ایران د رسنیو د معلوماتو له مخي د دغه هيواد د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار اړوند سیمه کي په يوه ترافيکي پېښه کي ۱۳ افغانان وژل سوي او ۷ تنه نور ټپيان سوي دي.
د ايراني رسنيو د راپورونو په حواله دغو افغان کډوالو غوښتل له قانوني اسنادو پرته ایران ته داخل سي، چي د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ او تیز سرعت له کبله ئې موټر له سړکه اوښتی او چپه سوی دئ چي دغه مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړې ده.
بايد وويل سي چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغي پېښي په اړه تراوسه پوري څه نه دي ويلي