په ايران کښي د اسرائیلو د بريدونو له امله ۷۸ کسان وژل سوي

رویټرز خبري اژانس د خبر له مخي، د جمعې د ورځي د اسرائیلو له خوا ایران د سوو بریدونو په پایله کښی ۷۸ کسان وژل سوي او ۳۲۹ نور ټپیان دي. دغه بریدونه، چي د جمعې په سهار وختي پیل سوي، د ایران په بېلابېلو نظامي او غیرنظامي سیمو کي ترسره سوي دي.
په یوه جلا راپور کښي، رویټرز زیاته کړې چي په دې بریدونو کښي د ایران ۲۰ لوړپوړي نظامي چارواکي هم وژل سوي دي.
د راپورونو په اساس، د اسرائیلو دا بریدونه د ایران د اټومي پروګرام او نظامي تاسیساتو پر وړاندي د یوه غبرګون په توګه ترسره سوي