په ايټاليا کي مېشتو افغانانو د چهار شنبې په ورځ د لاريون پر مهال د پاکستان له خوا پر ملکي خلګو بریدونه غندلي

په ايټاليا کي مېشتو افغانانو د چهار شنبې په ورځ د لاريون پر مهال د پاکستان له خوا پر ملکي خلګو بریدونه غندلي.
هغوی د ياد لاريون پر مهال ويلي، چي پر افغان خاوره او ولسي افغانانو هر ډول بريد د منلو وړ نه دئ او په خبره ئې چي د پاکستان دغه بريدونه د نړۍوالو اصولو خلاف کړنه ده.
هغوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د اندېښنې وړ بللی او د نړۍوالي ټولني څخه ئې غوښتي، چي د پاکستان او افغانستان کړکېچ ته دي حل لاره پيدا کړي.