په ایران کي د انټرنټ د څار نړۍوال بنسټ نت‌بلکس ویلي چي په دغه هیواد کي له ۱۲ ساعتونو زیات وخت کېږي انټرنټ پری سوی

په ایران کي د انټرنټ د څار نړۍوال بنسټ نت‌بلکس ویلي چي په دغه هیواد کي له ۱۲ ساعتونو زیات وخت کېږي انټرنټ پری سوی دئ.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخي په ټول ايران کي انټرنټ ته لاسرسی ډېر کم سوی او خلګ له جدي ستونزو سره مخ دي.
راپورونه وایي چي د ایران حکومت د روانو ولسي اعتراضونو د پراخېدو له امله له پرون راهیسي د انټرنټ خدمتونه بند کړي دي.