د يکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په باجوړ سيمه کي په زرګونو پښتنو د پاکستان د پوځ د هغه ظلمونو په مقابل کي خپل ږغ پورته کړی، چي د کلنو راهيسي ئې د پښتون قوم سره کوي.
هغوی د دغه پاڅون پر مهال د پښتنو پر سيمه د پاکستان د پوځ عمليات غندلي دي او د دغه ظلم د درېدو غوښتنه ئې کړې ده.
هغوی د پښتنو د مشرانو وژل کېدل غندلي او په خبره ئې پښتانه به تر هغه وخته پوري ارام نه سي ترڅو د دغو ظلمونو مخه و نه نيسي